
د کورس پیژندنه:
دغه کورس د زراعتي فارم د غوره مدیریت لارښوونه کوي، چې څرنګه د حیواني او نباتي فارمونو مدیران غښتلی مدیریت ولري او لوړ با کیفیته حاصل ترلاسه کړي.
د کورس وړاندې کوونکي
د دغه کورس وړاندې کوونکی د کابل پوهنتون استاد پوهنوال دوکتور میراقا حسین خیل ده چې کرنیز اقتصاد په تدریس، علمي او عملي چارو کې لسګونه کلونه تجربه لري او ګڼ شمیر محصلین یې په دغې برخه کې روزلي دي. نوموړي په بیلابیلو ملي او نړیوالو ادارو کې یې په یاده برخه کې دندې ترسره کړي او په ډیرو پروژو کې یې برخه اخیستې چې درسونه یې عامه فهمه او دقیق ډول تقدیمږي.
د کورس سرټیفیکیټ:
د قلم سکالر سرټیفیکیټ نړیوال اعتبار لري او د بار کوډ له لارې تصدیق کیدای هم شي، کوم چې تاسو سره د ملي او نړیوالو دندو په موندلو کې مرسته کوي.
ښوونیزې موخې:
د دغه کورس تر تکمیل وروسته به تاسو وتوانیږئ چې:
· د فارمونو مدیریت ترسره کړئ
· د یو فعال مدیر په توګه د بزګر دندې او فعالیتونه وپیژنئ؛
· د فارمونو د فعالیتونه پلان کړای شئ.
· د فارمونو مالي مدیریت او د یاداښتونو ساتل زده کړئ.