
د کورس پیژندنه
د GIS دغه کورس د نوو پیل کوونکو لپاره ترتیب شوی تر څو دغه پروګرام په عملي توګه د ځانګړو موخو لپاره وکاروي. په دغه کورس کې عملي برخې ته ډیره پاملرنه شوې او زده کوونکي کولای شي د دغه کورس تر تکمیل وروسته نیغ په نیغه د دغه پروګرام له ګټو څخه استفاده وکړي. دغه کورس څوارلس ویدیويي درسونه، کورنۍ دندې او وروستۍ ازموینه لري، چې زده کوونکی یې تر تکمیلولو وروسته معتبر سرتیفیکیت هم ترلاسه کولای شي.
د کورس زده کړه ایزې موخې
د دغه کورس تر تکمیل وروسته تاسو کولای شئ:
1. د GIS اساسي مفاهیم او نظریات پوهه ترلاسه کړئ.
2. د جغرافیایي معلوماتو د راټولولو او پروسس کولو توان ولرئ.
3. د GIS سافټویر کارولو مهارتونه، لکه ArcGIS.
4. د spatial data تحلیل او تفسیر کړای شئ.
5. د نقشو جوړولو او معلوماتو د نمایندګۍ توان ولرئ.
6. د GIS په مرسته د مختلفو مسلو حل کولو وړتیا ترلاسه کړئ.
7. د GIS په مختلفو سکتورونو کې د استعمال په اړه پوهه ترلاسه کړئ، لکه چاپیریال، پلان جوړونه، او ترانسپورت.
د کورس برخې
1. درسي ویدیوګانې;
2. کورنۍ دنده;
3. د پای ازموینه;
4. سرتیفیکیت.
د زده کوونکي مسؤولیتونه:
1. د ټاکل شوو ویدیويي درسونو څخه استفاده کول.
2. ټاکل شوې کورنې دنده تکمیلول او دلته پورته کول.
3. وروستئ ازموینه ترسره کول.